ایکنا نیوز د عربستان د واس رسمي خبری آژانس له قوله ارپور راکړی، د مسجد النبی او مسجد الحرام ددینی چارو ریاست په درستې نړۍ کې د کابو یو میلیارډ مخاطبانو غوږونو ته د سږکال د حج په موقعه د عرفي خطبې د رسولو لپاره په شلو نړیوالو ژبو د ترجمه کولو لپاره د چمتووالی خبر ورکړی دی او په یوې اعلامیې کې ئې وئيلي دي، د عرفې د ورځې د خطبې ترجمه او ژباړه ،د عربستان یوه دیني او انساني دنده او رسالت او د اعتدال په ډګرونو کې ددغه هیواد مخکښ کیدا منعکس کوي.
د حرمین شریفیّن د دیني چارود مشر په وینا، دعرفې د ورځې د خطبې د ژباړې پروګرام داسلام ددین د ورورولۍ،روادارۍ،لوړو ارزښتونو او دهغو رحمتونو او د انسانیّت پراختیا او خپرونې ته د تولیّت د اهتمام، او د حج د عملیاتي پروګرام له اساسی ټکو څخه د عرفي د ورځې د خطبې ژباړې او حاجیانو ته دخدمت په رسونې کې دعربستان د رول انعکاس دی.
په مختلفو ژبو د عرفي دخطبې د ژباړې پروګرام چې په لومړی کال کې یوازې په انګریزي،فرانسیسي، ملاوي ،اردو او فارسي ژبو ترستره کیدله ،تیر کال په شلو مختلفو ژبو سره او له دغې خطبې د کابو درې سوه میلیون کسانو د استفادې په موخې سره ترسره شوه.
تیر کال د عرفي خطبې ترجمه په انګریزي،فرانسیسي، اردو،جرمني،اسپآنیولي، انډونیشیائي، بنګالي مالائي، امهري ، هوسا، ترکی،روسی، چیني ،فارسي، تامیلي،فیلیپیني،بوسنیائي ، سواحیلي،هندي او سویډی ژبو ترجمه شوه. دغه ترجمه د روانې او دقیقې ژباړې څخه د ډآډ د ترلاسه کولو په خاطر د تخینکي او ادبی ټولنې ترڅارنې لاندې ترسره شوه.